«د کابل د لويديځ اوسېدونکې د پلان له مخې وژل کېږي»

افغانستان

«د کابل د لويديځ اوسېدونکې د پلان له مخې وژل کېږي»

419

د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح او د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د کابل په لويديځ کې د شويو وروستيو چاودنو په غبرګون کې ويلي، چې دغه خلک د يوه منظم پلان له مخې وژل کېږي او دا کومې عادي پېښې نه دي.

هغوی څرګنده کړې ده، چې دا هدفي بريدونه دي او په بشپړ ډول پروګرام شوي دي.

د ملي امنيت پخواني رييس پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: «دا ښايي د دښمنانو وروستی بريد نه وي، د خلکو د امنيت په تامين کې زړې او تکراري لارې چارې نور اغېز نه لري». ښاغلي صالح زياته کړې، چې که خلک وغواړي نو زه حاضر يم معلوماتي او امنيتي ښوونه ورکړم او مهارتونه ور زده کړم، چې هغوی يې وروسته نورو ته ور وښيي او په پايله کې يې سيمه خوندي شي. نوموړي دا وژنې يوه پروژه بللې ده او په وينا يې په قصدي توګه ترسره کېږي.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش پر خپل فېسبوک حساب ليکلي: «حکومت او امنيتي چارواکي د خلکو د امنيت ساتلو دنده لري، بايد ځانګړي تدابير ونيول شي او دا خلک نه بايد نور د ورته هدفي او منظمو بريدونو ښکار شي».

خو دواړو صالح او دانش دا نه دي ويلي چې د دې هدفي وژنو تر شا څوک دي.

هېره دې نه وي چې د کابل لويديځ کې د وروستيو چاودنو پړه داعش ډلې پر غاړه واخيسته، چې له شلو ډېر کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.



اعلان