د حمل پر مهال د شحمي ماهيانو خوړل کوچنی پياوړی کوي

روغتیا

د حمل پر مهال د شحمي ماهيانو خوړل کوچنی پياوړی کوي

230

د ډيلي ټلګراف له راپور سره سم ډنمارک کې شوې يوې تازه طبي څېړنې په ډاګه کړې ده، چې چې هغه مېرمنې چې د اميندوارۍ (حمل) په وروستۍ نيمه موده کې غوړ لرونکي ماهيان خوري، د نورو مېرمنو په پرتله پياوړي کوچنيان زېږوي.

شحمي يا غوړ لرونکي کبان «سالمون، ټروټ، ماکريل، سارډاين او هېرينګ (Salmon, trout, mackerel, sardines, herring) دي».پوهانو هغه ميندې چې د ماهي د غوړو پوره کوونکي شيان يې خوړل له نورو هغو سره پرتله کړې چې نه يې خوړل، هغوی وموندله چې په لومړۍ ډله کې کوچنيانو د خپل عمر په لومړيو ۶ کلونو کې په چټک او صحي ډول وده کړې ده، په دې وده کې له هر څه وړاندې هډوکو ښه وده کړې او بدن کوم غير صحي غوړو نه دی نيولی.

وړاندې پر ژوو شويو څېړنو څرګنده کړې، چې په غذايي سيستم کې د ماهيانو غوړ ور ډېرول د اميندوارۍ پر مهال د وازدې يا شحمي حجرو پر جوړښت اغېز لري. او سره له دې چې پر انسانانو شويو ازموينو په ډاګه کړې، چې هغه مېرمنې چې په ستره کچه د ماهيانو غوړ خوري، داسې کوچنيان زېږوي، چې د زېږون پر مهال يې وزنونه ډېر ښه وي، خو دا چې وروسته يې دا چاره پر ژوند اغېز لري که نه، په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

په کونهباګن پوهنتون کې د شوې څېړني مشري کوونکي استاذ هانز بيسجارډ ويلي، چې د حمل او تي ورکولو پر مهال غذايي سيستم ته پاملرنه د کوچني د روغتيا او ودې لپاره بنيادي عامل دی او د شحمي اسيدونو لرونکي ماهيان د دې ودې د ترلاسه کولو لپاره غوره خواړه دي.



اعلان