د نوکانو جوړښت د وژونکې ناروغۍ نښه بلل کیږي

روغتیا

د نوکانو جوړښت د وژونکې ناروغۍ نښه بلل کیږي

549

که د نوکانو جوړښت مو په دې ډول وي چې په انځور کې ښکاري باید سمدستي ډاکټر ته وښودل شي، ځکه چې دا د سږو د یو ډول سرطان نښه ده چې په اړه یې لږ خلک معلومات لري.
برتانیي د مانجستر ښار یو اوسیدونکی جین ولیمز ټیلر چې ۵۳ کاله عمر لري، په خپله فیسبوک پاڼه یې د نوکانو یو انځور خپور کړی او له خلکو یې د نوکانو د خراب شکل په اړه مشوره غوښتې، هغه فکر نه کاوه چې دا به د وژونکې ناروغۍ نښه وي ځکه چې د هغه د مور نوکان هم نوموړي ته ورته و.
د هغه یو ملګري نوموړي ته ډاکټر ته د ښودلو مشوره ورکړه چې باید ډاکټر ته ولاړ شي، د ډاکټرانو له خوا معایناتو دوه اونۍ وخت ونیوه، په پایله کې څرګنده شوه چې نوموړی د سږو سرطان لري چې د پېل په مرحله کې دی او درملنه یې شونې ده.
په چټکۍ سره د ناروغۍ معلومول او درملنه ۷۰ سلنه ژوند ساتي، د نوموړي مور هم په دغه ډول سرطان اخته شوې وه.
څېړنې وښوده چې دا ډول نوکان میراثي نه بلکه د وژونکې ناروغۍ نښه وي، نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه ډېر خلک له دا ډول ستونزو خبر کړل تر څو یې په وخت درملنه وکړي.



اعلان