د کابل په لویدیځ کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغانستان

د کابل په لویدیځ کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

340

د چهارشنبې په ورځ د کابل په لویدیځ کې د لوبې د سیالۍ پر مهال چاودنه شوې چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکو ویلي، ځانمرګی برید د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه ناظر په سیمه کې د شیعه وګړو د میوند په نوم د پهلوانۍ په کلب ترسره شوی چې له ۳۰ ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د رویټرز د راپور له مخې د کورنیو چارو ویاند نصرت رحیمي ویلي، تر اوسه د برید لامل نه دی څرګند شوی، چاودنه د دشت برچي په سیمه کې د شیعه ګانو په منځ کې شوې ده.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.



اعلان