د حمل د بندولو درمل خوړل دا زيانونه لري

روغتیا

د حمل د بندولو درمل خوړل دا زيانونه لري

2011

یوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې د هغو مېرمنو په بدنونو کې د هورمونونو کچه لوړه وي، چې د بچو بندولو ږولۍ يا درمل خوري. څېړنه وايي له همدې امله د سينې پر سرطان د مېرمنو د اخته کېدو وېره ډېره ده.

د امریکا د ميشيګان پوهنتون پوهانو ويلی، چې بدن کې د هورمونونو د کچې ډېرېدا سره د سينې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ هم ډېرېږي، په ځانګړي ډول له پنځوس کلنۍ وروسته چې مېرمنې د نااميدۍ عمر ته داخلېږي او مياشتنۍ ناروغي يې بندېږي. دا په دې معنا چې د بچيانو د بندولو درمل يا ږولۍ ناوړه اغېز لري، خو ډېر نه دی.

ډېری مېرمنو نوټ کړې ده، چې ډاکټر دوی ته د حمل بندولو له درملو ورکولو وړاندې د دوی د فشار درجه ګوري، ځکه دا درمل د وينې پرنډېدا لامل ګرځي، چې ښايي انسان ووژني. خو حقيقي ګواښ په دوو بنيادي عاملو پورې تړلی، چې يو د استروجين هورمون زياتېدا او بل په دې درملو کې د کارېدلي پروجسټرون د نوعيت جلا والی دی. د درملو له ۵۰ – ۸۰ سلنې پورې ګواښ هغه مهال څرګندېږي چې د دوهم نسل پر ځای د دريم نسل ږولۍ وکارول شي.

د روغتياپوهانو په وينا د حمل يا زېږون بندولو درمل دغه راز د رحم (بچي دانې) پر سرطان د اخته کېدو ګواښ هم زياتوي. دا ګواښ د مېرمنو له لوري د ډېرې مودې لپاره دې درملو له کارولو سره نور هم ډېرېږي، چې له ۵ کلونو وروسته دوه برابره کېږي.

د حمل بندولو له درملو خوړلو راولاړ بل ګواښ د وينې پرنډېدا ده، په ځانګړي ډول په هغو مېرمنو کې چې نېم سېری لري، داسې چې دماغو کې د وينې پرنډېدا ګواښ يې ډېرېږي.



اعلان