امريکا د افغانستان د چارو مسووليت خليلزاد ته وسپاره

افغانستان

امريکا د افغانستان د چارو مسووليت خليلزاد ته وسپاره

394

امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مسووليت زلمي خليلزاد ته سپارلی دی. خليلزاد وړاندې کابل کې د امريکا سفير پاتې شوی دی.

له راپورونو سره سم د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې افغانستان او عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی سفير په بهرنيو چارو وزارت کې د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

هغه زياته کړې ده، چې خليلزاد به وزارت کې د افغانستان د ګټو د ډلې د مشري کوونکي په توګه کار وکړي.

خليلزاد له آره د افغانستان دی، خو د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړيتوب لري او په تېرو دوو لسيزو کې يې د افغانستان په اړه د امريکا په پرېکړو کې مهم رول لوبولی دی.



اعلان