افغانستان کې یو بل امریکایي پوځي وژل شوی

افغانستان

افغانستان کې یو بل امریکایي پوځي وژل شوی

448

رپوټونه وایي، د هېواد ختیځ کې یو بل امریکایي پوځي هم مړ شوی دی.
دا په دوه ورځو کې دویم امریکایي پوځي دی. وړاندې د یوه افغان پوځي په برید کې یو امریکایي پوځي وژل شوی او یو ټپي شوی و.
غوڅ ماموریت د دغه دویم مړ شوي پوځي د مړ کېده لامل نه دی څرګند کړی. ویل کېږي دا په جګړه کې نه دی مړ شوی.
ناټو په یوه اعلامیه کې ویلي چې پېښه تر پلټنې لاندې ده او څلور ویشت ساعته وروسته به د پوځي نوم څرګند کړل شي.
روان زېږدي کال کې دا اووم ناټو پوځي دی چې افغانستان کې ژوند بایلي.



اعلان