هندی امپراتور چې هره ورځ یې پنځه دېرش کیلو خواړه خوړل

پام وړ

هندی امپراتور چې هره ورځ یې پنځه دېرش کیلو خواړه خوړل

1203

ښایي لږ خلک به د هند د ګجرات د امپراتور محمود شاه لومړي په اړه مالومات ولري. دی دري پنځوس کاله د ګجرات واکمن و. له ۱۴۵۸ ز څخه تر ۱۵۱۱ ز پورې.
دی چې په محمود بېګادا هم مشهور دی، ویل کېږي چې له فزیکي اړخه پیاوړی و او ښه اشتها یې هم درلوده. ویل کېږي چې هغه هره ورځ ډېر خوراک کاوه.
د ټایمز اف انډیا سمېتا مشرا د ایراني تاریخونو او د اروپایي سېلانیانو، باربوسه او ورتېمه په حواله لیکلي چې محمود شاه به هره ورځ ۳۵-۳۷ کیلو ګرامه پورې خواړه خوړل.
د سهار چای کې به یې شات، پنېر او ۱۵۰ دانې کیلې خوړلې.
که خوراک به یې کافي نه و، نو بیا یې له ډوډۍ وروسته ۴.۶ کیلو ګرامه وریجې خوړلې، خو د شپې مهال به بیا هم وږی و.
د شاه د کټ دوه اړخونو ته به په لویو قابونو کې د غوښې سمبوسې ایښې وې، تر څو د وږي کېدو پر مهال یې وخوري.
ویل کېږي، یو ځل د زهرو په واسطه د شاه د وژلو هڅه شوې وه چې بیا یې هره ورځ د زهرو یوه اندازه خوړه، تر څو وجود یې (له مرګه) وساتل شي.



اعلان