د جاني خیلو پر ولسوالۍ برید کې ۳۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان

د جاني خیلو پر ولسوالۍ برید کې ۳۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

763

تېره شپه د پکتیا ولایت پر جاني خیلو ولسوالۍ طالبانو برید کړی چې ۱۶ سرتېري یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو خواو تر منځ سخته جګړه شوې چې طالبانو د ولسوالۍ دنیولو ادعا هم کړې ده.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې تېره شپه طالب وسله والو د ولسوالۍ پر پوستو برید کړی خو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي، په جګړه کې څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د ار ټي د راپور له مخې طالب وسله والو د جاني خیلو پر ولسوالۍ برید کړی او سهار پای ته رسیدلی، افغان حکومت د ۲۸ طالبانو د وژل کېدو او د ۹ د ټپي کېدو خبر ورکړی.
تبسم زیاته کړې چې سلګونه طالب وسله والو په برید کې ګډون درلود او د هغوي ۲۱ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، نوموړی د طالب وسله والو په لاس د ولسوالۍ نیول ردوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پر حکومتي ځواکونو د طالبانو له خوا دا ډول خونړي بریدونه ترسره کیږي چې ډېرې ولسوالۍ او ښارونه یې د بریدونو موخه ګرځي.



اعلان