له کابله تر مکې د ټرمپ کرايه شوي مفتيان

نظر او تحليل

له کابله تر مکې د ټرمپ کرايه شوي مفتيان

914

دوه لسیزې وړاندې پر نړۍ د امريکا داسي راج و۔چې ټول معيارونه يې په زور اوفشار تر اغیز لاندي راوستي و۔

چې چا به د امريکا خوښې ته سر ټيټ نکړ ۔نو هغه له اولې ورځې له مرګ، زندان او لا اقل د ترهګرۍ له ټاپي سره مخ کيده۔

چې کله يې جنګي بیړۍ په نړيوالو اوبو کې له جنګي الوتکو او کروز توغنديو ډکې ودرولې۔ نو چې چا يې هم خبره نه منله هغه هدف و۔

د ترهګرۍ لپاره معيار او ټاپه دواړه له امريکا سره و۔

بل چاته نه پرون حق و او نه نن حق شته چې دغه معيار د امريکا له خوښي پرته ازاد وکاروي۔

نن د همدې معيار لپاره څوک په تراشلي مخ اولیبرال فکر چوپړ وهي او څوک په ږیره او چپنه کې خپل زدکړي دیني نصوص د امريکا چوپړ ته د فروخت لپاره وړاندي کوي۔

د مکي منجاوران د هر بمبار لپاره د تيلو مصرفهم پرې کوي،د اسرايلو لپاره د حماس جاسوسي هم کوي او په مصر کې د اسلامپالو د ځپلو او وژلو لپاره ملياردونه ډالر هم مصرفوي۔خو بياهم ځان د اسلامي امت يوه خپلواکه ديني مرجع هم تراشي۔

ايا د امت واړه، زاړه او ځوانان به دومره احمقان وي چې په دې دلالانو بيا هم د امريکا په وړاندي د خپل امت د خپلواکو خواخوږو ګمان وکړي۔

د کعبې مبارکې له منبره د نويارک په حملو د سديس اوږده ژړا ددې امت هېره نه ده!

ايا پر افغانستان او عراق د تجاوز تائيدله له همدې منبره ونشو؟

۔د الله کعبه مبارکه ده۔خو د کاذبي ټيکداري حق يې څوک نلري۔

پر دې مبارکه کعبه ابوجهل او ابولهب هم د ټيکداري هڅې کړې وې،مګر د محمد صلی الله عليه وسلم رښتينی امت ويده نه دي۔فتوا براي فروخت د نن خبره نه ده!

په تاريخ کې ډيرې همداسي مصنوعي اوغولوونکي حرکتونه د دشمن په لاس ترسره شوي۔

لکه څنګه چې په لومړي ځل د اسلام د پلازمينې بغداد ښار تاتاريانو لاندي او لوټ کړ۔نو هغوي هم کرايي ملايان پيدا کړي و۔او مغلوب شوي مسلمانان چې په سمڅو کې پټ وو۔د دغو ملايانو په اذانونو به وغوليدل او له غارونو به را ووتل، خو چې را وبه وتل نوسرونه به يې غوڅ کړای شول۔

دغو جعلي او کرايي ملايانو ته هم تاتاريانو د مسلمانانو د وهلو لپاره همدا کار سپارلی و۔

نن هم د امريکا د جګړې په استراتيژي کې د فتوا خانه ور زياته شوې ده اودا کار هم د سعودي بې دينه وليعهد ته سپارل شوی چې د اماراتو د سپر سټار هوټلونو دلالان هم ورسره کومک دي۔چې کله په جده اوکله په مکه کې د امريکا د فتوا ستراتيژي ته کرايي مفتيان له ليرې ليرې نه را غونډوي۔

کاش دوي دیني ناستو ته دټرمپ دلور او ميرمني د مهمان نوازي زرمه حصه توجوه کولاي .د ټرمپ د لور د يوې شپې پر اداګانو يې سلګونه ميليارد ډالر د هغې لمنې ته واچول چې د دې پيسو د زکات زکات هم د يوه کال لپاه د فلسطين، سومالیا او برما د بې وزلو خيټه مړه ولی شوای۔

د اشغالکرو او متجاوزينو په پوځي اډو طواف کوونکې شيخان دي نور له دماغه وباسي چې د دوي فتواوي به نور په دي جنګ کې کار ورکړي۔

څوک چې د امريکا پرضد جنګیږي هغوي په ډير دقت خپل دوست او دښمن پيژندلای۔

اسلام د انسانی فطرت سره سم د ځواک دتوازن اوجګړې د ساتلو لپاره معيارونه لري۔خو پر خپله خاوره او حريم د محارب او نامسلم دښمن د پوځي بقا لپاره د اسلام په تاريخ کې هيڅ فتوا اصل نلري۔

او د مسلمانانو د حريم او نظام لپاره د متجاوز کافر په وړاندي د هغه له حريف کافر څخه پوځي، تبليغاتي او مالي مرسته ترلاسه کول واضح اصل،جواز او ثبوت لري۔

داسلام تاريخ او سيرت ور نه ډک دی۔

آن تردي چې په مغلوبيت يې خفګان لا هم جایز دي۔لکه د اسلام په لومړي دور کې چې روم او کسرا دوه نړيوال بلاکونه وو ، دواړه کفار وو او خپلو کې حريفان وو، خو مسلمانانو ته لومړي خطر او د تجاوز ويره له کسرا وه او يو ډول ورسره په جنګ کې وو۔

که څه هم روم او کسرا دواړه کفري بلاکونه وو۔خو چې روم موقتي شکست وخوړ، نو مسلمانان دومره خپه شول چې الله پر پیغمبر ايت نازل کړ او مسلمانانو ته يې په واضحو تورو کې وويل چې که روم اوس مغلوب شو خو ډير ژربه بیرته غالب شي: غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿2﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ۔۔۔(سورة الروم)

اوس يو شمېر استخباراتي کړۍ او د هغوي کرايي مفتيان چیغي وهي چې له روس سره روابط او ورسره ناستي ناروا دي۔

دوي غواړي چې د خلګو په سترګو کې خاوري ور و اچوي۔ مګر اوس د داسي سرچپه معيارونو د ټاکلو او بري وخت تېر دی۔

هر څوک په دې پوهيږي چې کومه فتوا د چا او څه لپاره ده!۔

زموږ په استعمارځپلې سيمه کې په شلمه پيړۍ کې هم انګریزانو همدا نسخي کارولې، چې يوه وړوکې بيلکه يې د پښتونخوا د سوابۍ دشيوې کلې جرمن ملا و۔جرمن ملا چې اصلي نوم يې مولانا عبدالرحمن و، يو مجاهد او مفکر عالم و چې تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته چې عثماني خلافت د جرمنی سره د اتحاد له امله له زول سره مخ کېدونکی و، دغه عالم د انګریزانو پر ضد په پښتنو کې مبارزه او دعوت چلاوه، د انګریزانو لاسپوڅو ورباندي د جرمني د پیسه خور نوم کيښود او د جرمن ملا په نوم يې مشهور کړ۔

هغه د انګریزان خلاف دعوتي مبارزه کې د انګریزانو له پوځه ډیر پښتانه را ویستل او د انګریزانو پر ضد د خپل فعاليت په ترڅکې يې امريکا،برلين او هند ته سفرونه هم وکړل

۔دې ته ورته د هند په وچه کې نور عالمان او مبارزين هم د انګريزانو په لمسه په بدو نومونو ياديدل او د جرمن۔سبک او هندو په غلامي تورن کيدل،اوس هم دغه د پردي يرغل کرايه مفتيان او استخبارتي کړۍ په ګډه هڅې کوي چې د امريکايي اشغال مخالفو غازيانو ته د روس۔بل وبل د غلامانو نوم ورکړي۔ مګر اوس دا ډول تبليغات له چلنده وتلي دي ،خلګ له وړو جزياتو هم خبريږي. څوک د چا سترګو ته خاوري نشي اچولای، سیمیز اونړيوال کتونکې هم له ټولې قضيې سره اشنا شوې ډي۔

 

په ځلاند کې خپريدونکې ليکنې د ليکوالو خپل نظر دی د ادارې توافق ورسره حتمي نه دی



اعلان