افغانستان کې د امریکا یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی

افغانستان

افغانستان کې د امریکا یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی

320

افغانستان کې د امریکا یو سرتېری وژل شوی او په ختیځو ولایتونو کې بل ټپي شوی دی.
العالم خبري چینل د راپور له مخې افغانستان کې ناټو ځواکونو یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یوه برید کې د امریکا یو سرتېری وژل شوی، خبرپاڼې د برید ځای له ښودلو ډډه کړې، خو برید داخلي برید بلل شوی چې د افغان سرتېرو تر شا یې امریکايي روزونکی په نښه کړی چې افغان ځواکونو ته یې زده کړه ورکوله.
افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر سکاټ میلر ویلي، د ټپي سرتېري حالت د اندیښنې وړ نه دی.
وژل شوی امریکایي په روان کال شپږم سرتېری دی چې وژل کیږي. په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د وژل شوو سرتېرو شمېر ۱۱ وو، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا ۱۴ زره سرتېري چې د ناټو ډېر شمېر ګڼل کیږي د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.
د امریکا او افغانستان جګړه له ۱۷ کلونو راهیسې روانه ده چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي او په کې د امریکا شاوخوا ۲۴۰۰ پوځيان وژل شوي او له ۲۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.



اعلان