جهادي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني ومړ

افغانستان

جهادي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني ومړ

560

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د هغوي د تحریک فعال مشر مولوي جلال الدین حقاني د مړینې خبر ورکړی.
جلال الدين حقاني د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې حزب اسلامي مولوي خالص د تنظیم د يوه مهم قوماندان په توګه پېژندل کېده.
نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو وزیر او د رهبري شورا غړی و، پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د افغان دولت او امریکايي ځواکونو په ضد وجنګید، افغان دولت وايي حقاني ډلې په افغانستان کې د دولت پر وړندې بې شمېره بريدونه ترسره کړي دي. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې په حقاني ډله بنديزونه لګولي وو.
د جلال الدین حقاني د مړینې په اړه ډېر خبرونه خپاره شوي، د ۲۰۱۵ کال د جولای وروستیو کې د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې خبر خپور شو، چې ګني یو کال وړاندې مړ شوی او افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی، چې وزیرستان کې د حقاني کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې دا خبر دروغ وباله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلی حقاني له اوږدې ناروغۍ کړېده.



اعلان