په طبیعي زهرو د ډېرو ناروغیو درملنه شونې ده

روغتیا

په طبیعي زهرو د ډېرو ناروغیو درملنه شونې ده

374

نیویارک کې امریکایي پوهانو یو څېړنیز مرکز پرانیستی چې په کې د ډول ډول طبیعي زهرو په واسطه د ډېرو ناروغیو درملنه کیږي.
د نیویارک سټي پوهنتون او هنټر کالج پوهانو ویلي، چې زهر پیچلي او اوږده مرکبات دي چې د اتومونو ترتیب په کې نه شي پیژندل کیدلی، خو اوس د ډېرو ځانګړو عصري تخنیکونو په واسطه د زهرو پټ مرکبات ښودل شوي چې د ډېرو ناروغیو درملنه ترې شونې ده.
په اوس وخت کې د ناروغیو د مخنیوي له پاره د غڼې له زهرو څخه درمل چمتو کیږي، چې خورا مهم زهر دي، همدارنګه د ځينو نورو زهر لرونکو حشراتو زهر toxicity)) یا مسموم کیدونکي زهر چې ډېر ګټور دي او په اصلي ارزښت پوهیدل یې اړین دي.
همدا لامل دی چې د امریکا د خوراک، څښاک او درملو ادارې ( ایف ډي ای) تر اوسه په ۶ ډوله درملو کې د زهرو کارولو په اړه څېړنه کړې او مخ پر وړاندې روان دي، په لومړیو څېړنو کې یې پر انسانانو د ازمایلو اجازه ورکړه، په دې کې یوه نمونه د لړم له زهرو جوړه شوې چې د کلوروټاکسن په نوم زهر جوړوي، دا زهر له نورو ځانګړي ګڼل کیږي ځکه چې په دې کې د سرطان وژونکو حجرو پیژندنه شوې او دا ډول نورې ځانګړتیاوې هم لري، دا ځانګړنه د کلوروټاکسن د پیوند لګولو مخکې د سرطان ټولې حجرې له منځه وړي، کارول یې ډېر ګټور دي.
همدارنګه د سمندري حشراتو څخه ترلاسه شوي زهر هم د درد په کمولو کې پوره مرسته کوي، څېړونکو له ډېرو زهر لرونکو حشراتو د سرطان ناروغۍ د درملنې له پاره ځینې ګټور مواد هم ترلاسه کړي دي.



اعلان