له اعدام وړاندې د امریکایي جاسوس خبرې

د پرون کيسه

له اعدام وړاندې د امریکایي جاسوس خبرې

1653

نیتن هیل د امریکا د استخباراتي ادارې یو اتل او زړور جاسوس و چې د ۱۷۷۵ څخه تر ۱۷۸۳ کلونو تر منځ یې امریکا په ازادۍ کې لوی رول لوبولی، د امریکا استخباراتو ته یې ډېر خدمت ترسره او په پای کې د دښمن له لورې اعدام شو.
د العربیه وېبپاڼې د نوموړي په اړه یو مطلب لیکلی، چې نوموړی په ۱۷۷۵ کال کې د ییل پوهنتون څخه فارغ او د شلو کلونو په عمر کې د connecticut regiment)) جګړې ته چې د امریکا او برتانیي تر منځ وه ګډون وکړ، د بوسټن په جګړه کې د یو ځوان جاسوس په توګه راڅرګند شو او په دې وتوانید چې د برتانیي پوځیان له بوسټن څخه وباسي.
نوموړي د امریکا د ازادۍ له پاره په ډېرو جګړو کې برخه اخیستې، د ازادۍ اخیستو په موخه د لونګ ایلنډ ته ولاړ او په هالنیډ کې د ښوونځي د مدیر په توګه وګومارل شو تر څو د برتانویانو په اړه معلومات راټول کړي، هیل د برتانوي ځواکونو په اړه معلومات راټول کړي، برتانوي پوځيان په ۱۷۷۶ کال کې د منهاټن ښار له نیولو وړاندې د نیویارک د نیولو په هڅه کې شو.
د پنځو ورځو په تېریدو سره د نیویارک په ښار کې د وینو ویالې روانې او د ښار یوه څنډه یې وسوځوله، لږې ورځې وروسته د هیل په مرسته امریکایي ځواکونه په دې وتوانیدل چې برتانویان له سیمې وباسي او ټولې سیمې د خپل واک لاندې راولې.
په پای کې برتانوي جنرال ویلیم هاو د هیل په اړه معلومات پیدا کړل او ویي نیولو، جنرال ویلیم په چټکۍ سره د هیل د اعدام امر وکړ او په راتلونکو ورځو کې یې اعدام کړ.
د امریکایي سرچینو په وینا، اعدام کوونکي له هیل څخه د وروستي وصیت غوښتنه وکړه، خو امریکایي جاسوس څو الفاظ وویل چې ډېر مشهور شول، نوموړي وویل: "زه یوازې یو روح لرم چې خپل هېواد ته مې وړاندې کړ".



اعلان