د ناټو ځواکونو نوی مشر: وسله وال دې له افغان ولس سره سوله وکړي

افغانستان

د ناټو ځواکونو نوی مشر: وسله وال دې له افغان ولس سره سوله وکړي

408

امریکا د متحده ایالاتو جنرال سکاټ میلر افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان وټاکل شو، امریکا د دې ستراتیژۍ په اړه پوښتنې لري چې ولې طالبانو سره په تېرو ۱۷ کلونو جګړه پای ته ونه رسیده.
د ار ټي د راپور له مخې میلر ته د واک ورسپارل کیدو په غونډه کې نوموړي وویل: د بریالیتوب له پاره باید په دوامداره توګه زده کړه ترسره شي تر څو د دښمن او د سیمې په اړه پوره معلومات ترلاسه شي، خو داسې هېڅ ځای نشته چې موږ مطمئن کړي.
نوموړي زیاته کړه، ماته روښانه ده چې ځينې طالبان هم سوله غواړي، خو هغوي د جګړې له پاره هڅول کیږي.
میلر په وسله والو غږ وکړ چې د افغان ولس سره سوله وکړي، ځکه وخت رارسیدلی چې جګړه پای ته ورسیږي.
له یو کال راهیسې امریکایي ځواکونو افغانستان کې په هوایي بریدونو کې زیاتوالی راوستی او د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې له پاره یې افغانستان ته زرګونه سرتېري لېږلي تر څو پر طالبانو د فشار ستراتیژي تصویب کړي.
امریکا د دفاع وزارت عمومي مفتش د راپور له مخې پنټاګون د تېرې مۍ میاشتې راهیسې هېڅ ځانګړي شواهد نه لري چې پر طالبانو د فشار راوستلو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی وي.



اعلان