برتانوي پوهان: که د ټوخي ناروغي ولرئ شات وخورئ

روغتیا

برتانوي پوهان: که د ټوخي ناروغي ولرئ شات وخورئ

366

شات د الله تعالی یو نعمت دی، الله تعالی په کې د ډېرو ناورغیو له پاره شفا اچولې ده، د سینې، روغتیایي کمزورتیا او نورو ډېرو ناروغیو له پاره ډېر اړین درمل دي، ورځ کې یو وار شات خوړل بدن روغ ساتي او له ډېرو روغتیایي ستونزو مخنیوی کوي.
د برتانیې روغتیا پوهانو ویلي، که د ټوخي په ناروغۍ څوک اخته وي د اینټي بایوټکس درملو له کارولو وړاندې باید شات وخوري، ځکه ډېر وخت د ټوخي ستونزه د ځينو جراثیمو له امله رامنځته کیږي او انټي بایوټک درمل پرې اغېز نه کوي بلکه نورې ستونزې پیدا کوي او جراثیمو ته نوره وده هم ورکوي.
روغتیا پوهانو زیاته کړې، د ټوخي ناروغۍ له پاره شات په ګرمو اوبو کې واچول شي، ادرک او لیمو هم ورسره ګډ کړل شي، اثر به یې د نورو درملو په پرتله ډېر او د جراثیمو ګواښ به هم له منځه یوسي.



اعلان