سعودي کې په لومړي ځل یوې ښځې موټر غلا کړ

پام وړ

سعودي کې په لومړي ځل یوې ښځې موټر غلا کړ

602

د سعودي په دمام ښار کې یوې ښځې موټر غلا کړ چې سعودیان ډېر حیران کړي دي، پر انټرنیټ یوه ویډیو ډېره لاس په لاس شوې چې د دمام ښار د موټرو په یوه تمځای کې د موټر څښتن له دروازو بندولو پرته موټر ودرولو او ولاړ، چې د یوې ښځې له خوا غلا شو.
د برتاینه ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې ښځه موټر ته نږدې ولاړه وه او شاوخوا یې کتل، له یوې شیبې وروسته یې د موټر دروازه پرانیسته او موټر یې له تمځای څخه بوتلو، د ښځې انځورونه ځينو کامرو اخیستي او د ښار په کوڅو کې د خلکو له خوا لګول شوي دي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې د سعودي حکومت دوه میاشتې وړاندې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې چې ښځو دا خپل مساوي حق بللی، خو د موټر غلا کوونکې ښځې له خپل حق څخه ډېره سرغړونه کړې باید مجازات شي.
جدې په ښار کې سوداګریزې پروژې د ښځو له پاره کار کوي او په ریستورانتونو او د موټرو په تمځایونو کې یې په کار ګومارلې دي، د ټایمز د راپور له مخې په سعودي کې ۲۵ سلنه ښځو چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ لوړ وو د موټر چلولو جواز ترلاسه کړی، په دوی کې ۷۸ سلنه ښځو د ځان له پاره موټر هم پېرلي دي.



اعلان