انګلستان د رېډ بول په ګډون انرژي څښاک پر زده کوونکو بندوي

روغتیا

انګلستان د رېډ بول په ګډون انرژي څښاک پر زده کوونکو بندوي

512

د انګلستان حکومت راتلونکي نږدې وخت کې د ښوونځي زده کوونکي د انرژۍ څښاک له اخیستلو منع کوي او پلورل به یې ورته غېر قانوني اعلان کړي.
ډیلي مېل لیکلي چې لومړۍ وزیرې ټېررزا می په دې اړه یو پلان څرګند کړی او ښایي اتلس یا شپاړس کلن زده کوونکي له انرژۍ اخیستلو څخه منع اعلان کړل شي.
رپوټ وایي، په دې اړه سلا مشورې کېږي. ډېرو کسانو د دغه پلان هرکلی کړی دی.
حکومت ځکه دغه کار کوي چې انرژي کېنونه (کوچني بوتلونه) په زیاته کچه شکر (خوږه) او کافین لري چې دغه کافین د ماشومانو روغتیا ته ډېر زیان رسوي.
د انرژۍ څښاک په کوچنیوالي کې د چاغوالي لوی لامل دی. دغه راز د وینې فشار او د اندېښنو (تشویش) لامل هم کېږي.
رېډ بول، مونسټر او نور بېلابېل ډول انرژي څښاک د اروپایي او نورو هېوادونو سربېره افغانستان کې هم ډېر کارول کېږي.
ویل کېږي، یو کوچنی ۲۵۰ ملي لېټر بوتل ۸۰ ملي ګرامه کافین لري.



اعلان