"یو جګپوړی هندی پلاوی به پر اقتصادي پروژو د خبرو له پاره ژر کابل ته راشي"

افغانستان

409

د افغانستان د ملي امنیت شورا نوي ګومارل شوي مشر کابل کې د هند له سفیر سره کتلي دي.
هندي ده سټېټسمېن رسنۍ لیکلي، حمدالله محب او وینې کمار د هند-افغانستان پر دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییز امنیت غږېدلي دي.
دواړو لورو پاکستان کې د حکومت له بدلېدو وروسته په سیمه ییز امنیت خبرې کړي دي.
کمار په افغانستان کې د پروژو په برخه کې د هندي کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت د مهموالي یادونه هم کړې چې محب یې ځواب کې په افغانستان کې هر بهرني کارګر ته د خوندیتوب ورکولو ډاډ ورکړ.
دا لیدنه پر څوکۍ د محب له کېناستو یوه ورځ وروسته تر سره کېږي.
د مالوماتو له مخې، هندي سفیر د افغانستان پر پښو د ودرولو پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.
د رپوټ پر بنسټ، یو جګپوړی هندی پلاوی به افغانستان کې د هند په ملاتړ پر جوړېدونکو اقتصادي پروژو د خبرو له پاره ژر کابل ته سفر وکړي.
دغو پروژو کې د شاه توت بند جوړول، ننګرهار کې له پاکستانه راغلو کډوالو ته د کورونو جوړولو پروژه، مزار کې پولي کلینیک او د بامیان-یکاولنګ د سړک پروژه په کې شاملې دي.



اعلان