سعودي کې یوه میاشت کې پنځه زره طلاقه واقع شوي

پام وړ

سعودي کې یوه میاشت کې پنځه زره طلاقه واقع شوي

342

د سعودي د عدلیې وزارت یوه وروستي رپوټ کې ویل شوي چې دغه هېواد کې د شوال په میاشت کې لس زره ودونه او پنځه زره طلاقه واقع شوي دي.
پوهانو د طلاق دومره لوړه کچه جدي بللې ده.
الحیات ورځپاڼې د کورنیو چارو د یوه متخصص، محمد ضعیف الله القراني له خولې لیکلي چې د طلاقونو ډېر لاملونه دي.
نوموړي ویلي، واده ته لږ ارزښت ورکول، مسوولیتونو ته بې پروایي او د شپې مهال له کوره د خاوند ډېر بهر پاتې کېدل دغو لاملونو کې شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، کله چې زړه وغواړي له کوره وتل-راتلل، په موبایل ډېر بوختېدل او کورنۍ، خاوند او مسوولیتونو ته پام نه کول او د ښځې-خاوند په شخصي ژوند کې د خپلوانو او نورو خلکو لاس وهنه یې نور لاملونه دي.
د ابن سعود د پوهنتون یوه استاد، خالد النقیه ویلي، د ښځې-خاوند اوموالی (نه پوخوالی) او د واده له مسوولیتونو څخه نه خبرتیا د طلاق لاملونه دي.
النقیه زیاته کړې، د ښځې یا خاوند له لوري د ټولنیزو شبکو ډېر کارول او یوه بل ته پام نه کول هم د طلاق لامل کېدای شي.



اعلان