د اعدامونو او قحطۍ له امله پخوانی شوروي اتحاد ځواکمن شوی و

د پرون کيسه

د اعدامونو او قحطۍ له امله پخوانی شوروي اتحاد ځواکمن شوی و

308

د ۱۹۲۸ کال په پیل کې دیکتاتور مشر جوزوف سټالین د شوروي اتحاد د سترو هېوادونو په لست کې د شاملیدلو اړتیا احساس کړه او په دې توګه یې د امریکا، برتانیه او فرانسې سره یو ځای د پر مختګ په لور ګامونه پورته کړل، په پای کې سټالین یوازې یو انتخاب درلود چې شوروي اتحاد یو لوی صنعتي ځواک وګرځوي.
العربي وېبپاڼې د روسیې په اړه په مطلب کې لیکي، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د شوروي اتحاد لوړپوړو چارواکو لکه ګریګوري زینوویف او ولیو کامینیف په وار وار د کمونیست ګوند او د هغوي د فکر سره مخالفت وښود، هغوي غوښتل چې شوروي اتحاد کې د انرژۍ او بریښنا تولید او صنعت زیات شي، په لاریون سره یې د لینن پالیسي غوره کړه چې د صنعت د فشار له امله به د کارګرانو او بزګرانو تر منځ ځينې وخت شخړې رامنځته کیدلې.
په ۱۹۲۷ کال کې د خلکو له خوا د کرهڼیزې پالیسۍ منلو سټالین دې ته اړ کړ چې د اقتصاد او صنعت پرمختګ ته وده ورکړي، د شوروي اتحاد اقتصاد پوهانو هېواد کې د ۱۰۰ زره ټراکتورنو اړتیا ولیده، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد یوازې ۷ زره ټراکتورونه لرل، د کال په پای کې د شوروي اتحاد چارواکو د سټالین په مشرۍ داسې پلان رامنځته کړ چې له امله یې ډلییزې کرهڼې او فابریکو د ودې له پاره په کار پېل وکړ او د پنځه کلونو په موده کې یې د هېواد تاریخ بدل او یو صنعتي هېواد یې وګرځولو.
د ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۳۲ کلونو تر منځ شوروي اتحاد د لویو فابریکو د شتون له امله یو صنعتي هېواد وبلل شو چې په ځانګړي ډول د ټراکټورونو فابریکه یې د ټولو په سر کې وه، دې سیمې یو صنعتي حیثیت غوره کړ او د ماګنیټوګورسک ښار د ټولو د پام وړ وګرځېد، شوروي اتحاد دې ته تیار شو چې د امریکا پر وړاندې په اقتصادي او صنعتي برخو کې برابري وښيي.
د پنځو کلونو په موده کې شوروي اتحاد د لوړ صنعت، انرژۍ، د کانونو په استخراج او د ځانګړو فابریکو د شتون له امله چې د هېواد اړتیاوې یې پوره شوې وې پرمختګ وکړ، د کارګرانو شمېر یې ۳.۱ میلیون څخه دوه برابره ډېر شو، خو د بزګرانو شمېر د نورو وختونو په پرتله لږ شو ځکه ډېری اوسېدونکو د کرنې پر ځای فابریکو کې کار کول غوره بلل، د صنعتي پلان له مخې شوروي اتحاد پر مختللی هېواد ونومول شو.
شوروي اتحاد د اوسپنې په تولید کې هم ډېروالې راوست چې د ۱۹۳۰ کال څخه وروسته یې کچه ۱۷ میلیونه ټنونو ته ورسوله، خو له ۱۹۳۳ کال وروسته سټالین نوی پلان پېل کړ.
د دین جوړول او د دین خلک وژل:
سټالین هڅه پېل کړه چې ټول ادیان له منځه یوسي، جوماتونه، کلیساګانې او نور د عبادت ځایونه یې د غنمو په ذخیرو بدل کړل، پولیسو به په پټ ډول عالمان وژل او په اجباري ډول به یې خلک د دین پرېښودلو ته اړ کول چې دا کړنه په کولاګ مشهوره شوه. له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۳۷ کال پورې د شوروي اتحاد چارواکو اقتصادي پلان پلی او په لویه کچه معدنونه یې ترلاسه کړل، د ډبرو سکاره چې په پېل کې یې ۳۶ میلیونه ټنه ترلاسه کول د پلان په پای کې یې کچه ۱۳۰ میلیونه ټنونو ته ورسوله، همدارنګه د اوسپنې تولید هم په ورته موده کې له ۳ میلیونه ټنونو څخه ۱۵ میلیونه ټنونو ته لوړ شو، د تیلو تولید یې هم له دوه میلیونه ټنونو څخه دوه برابره زیات کړ، د بریښنا تولید کې یې هم اغیزمن زیاتوالی راوست چې له ۵ میلیونه کیلو واټ څخه یې ۳۶ میلیونه کیلو واټ ته د ریښنا تولید ورسېد، د اور ګاډي کرښې یې د هېواد ډېرو برخو ته وغځولې او د تعلیم او روغتیا په برخه کې یې هم پر مختللي ګامونه پورته کړل.
د کارکونکو اعدامول:
د دوه اقتصادي پلانونو پلي کولو په ترڅ کې سټالین یوه سخته پالیسي جوړه کړه چې د پټو پولیسو له خوا به د کارکوونکو وهلو او اعدامولو نور خلک اندېښمن کړل، په خلکو به تور لګیدلو چې ملي اقتصاد ته زیان رسوي او دا به یې د مړینې لامل شو.
د لوږې له امله د میلیونونو خلکو مړینه:
په ورته وخت کې سټالین یوه نوې پالیسي جوړه کړه چې بزګران او کارګران به د خپل کار په کچه خواړه تر لاسه کوي، له دې امله د لوږې او قحطۍ کچه په هېواد کې لوړه شوه او لږ تر لږه د ۱۰ میلیونه خلکو د مړینې لامل شوه، همدارنګه د اجباري کار په کولو سره هم ډېری خلک د کار کولو په حالت کې مړه شول، دا ډول پېښې د اوکراین، قزاکستان، سایبیریا او د شوروي اتحاد په ختیځو سیمو کې رامنځته شوې وې، د لوږې او قحطۍ له امله ډېری فابریکې او صنعتي سکتورونه چې ډېر پرمختګ یې کړی و د ستونزو سره مخ شول.
په ۱۹۳۸ کال کې شوروي اتحاد یو بل اقتصادي پلان پېل کړ چې پوځي صنعت او د جګړې د امکاناتو ته وده ورکړي، دا پلان درې کاله وروسته د خنډونو سره مخ شو او د دویمې نړیوالې جګړې له امله په ټپه ودرید.
خو سټالین د دویم نړیوال جنګ وروسته هېڅ اقتصادي پلان وړاندې نه کړ او ژمنه یې وکړه چې شوروي اتحاد به تر ټولو لوی ځواک جوړوي.



اعلان