پر تندي کرښې د وژونکې ناروغۍ نښه ده

روغتیا

پر تندي کرښې د وژونکې ناروغۍ نښه ده

1472

داسې کسان چې د غمونو او ستونزو له امله ډېر فکر او سوچ کوي نو پر تندي یې کرښې پیدا کیږي، چې د زړه د ناروغۍ ګواښ ډېروي.
فرانس کې د یوې روغتیايي څېړنې په پایله کې چې Universitaire de Toulouse کې ترسره شوې او د اروپایي ټولنې د کراډیالوژۍ په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوې ویلي، ځينې خلک په خپل تندې کرښې د اندیښنو او ستونزو لامل نه ګڼې بلکه د بوډا توب نښه یې بولي او نه یې خوښوي، خو په حقیقت کې دا د یوې ګواښوونکې ناروغي نښه ده. څېړنه کې ویل شوي، چې په ځوانۍ کې پر تندې د کرښو پیدا کیدل د زړه د ناروغۍ ګواښ بلل کیږي، خو څېړنه کې دا هم ویل شوي چې دا ډول کرښې د زړه د ناروغیو پورې تړلې ناروغۍ لکه د وینې فشار او نورو په څېر نه وي او د ګواښ یوه نښه ده باید روغتیا ته پاملرنه وشي.
د څېړنې په جریان کې په دې اړه کومه ځانګړې پېښه نه ده را منځته شوې خو پوهان فکر کوي چې د تندي کرښې د وینې د رګونو په را وتلو یا د ایتیروسلي روسس په پایله کې پیدا کیږي، ځکه ایتیروسلي روسس د زړه د حملې او د وینې د رګونو د ناروغیو مهم لامل ګڼل کیږي.
پر تندې کې د وینې رګونه ډېر واړه وي او د غوړو د جمع کیدو ستونزه په کې ډېره وي له دې امله کرښې پیدا کیږي.
د څېړنې په جریان کې له ۳ زره ځوانو کسانو ازموینه وشوه چې عمرونه یې له ۳۲ څخه تر ۶۲ کلونو پورې وو، له روغتیایي معایناتو وروسته د ۲۰ کلونو په موده کې ۲۳۳ کسان د مختلفو ستونزو او ناروغیو له امله مړه شوي وو، خو په پایله کې د کرښو په اړه روښانه شوه چې د نورو په پرتله یې د وینې اړوندې ناروغۍ د مرګ لامل کیږي، که دا کرښې دوه یا درې وي نو د زړه د ناروغۍ له امله د مرګ ګواښ یې د نورو په پرتله ۱۰ سلنه ډېر وي.
د عمر په ډېریدو سره د زړه د ناروغۍ ګواښ هم ډېریږي خو د روغتیایي مرستو په ترلاسه کولو سره دا ستونزه تر ډېره کمېدلې شي.



اعلان