"امریکایي قرارداديانو سره به په دوی د افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شي"

نظر او تحليل

852

وروستیو کې داسې رپوټونه ورکړل شول چې د امریکا ولسمشر د امریکایي بلک واټر خصوصي شرکت د مشر پر یوې طرحه غور کوي. دغه طرحه افغانستان کې د امریکا د جګړې خصوصي کول او د بلک واټر قراردادي جنګیالیو ته سپارل دي.
د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې رد کړه چې ګنې دغه ډول یوه طرحه دې د ډونلډ ټرمپ پر مېز پرته وي. د امریکا دفاع وزارت وایي، اعلان شوې سټراټېژي کار ورکوي.
خو له دې سربېره دغو رپوټونو د رسنیو او د نظر خاوندانو پام اړولی او ځینې یې پلي کول ځکه له امکانه لرې نه بولي چې امریکایي پوځیان اوولس کلونو کې د جګړې مهارولو کې ناکام شوي دي. داسې هم ویل کېږي، شونې ده چې ټرمپ یو ځل د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي.
د بلک واټر مشر ایریک پرېنس وایي، امریکا باید افغان جګړه کې نوي څه تجربه کړي.
لویس رویډا د افغان جګړې د خصوصي کولو په اړه په اوپس لېنز وېبپاڼه کې په همدې اړه یو مطلب خپور کړی.
دی وایي، سره له دې چې د امریکا دفاع وزارت د سټراټېژۍ د کار ورکولو خبره کوي، خو موږ وینو چې په ولایتونو د طالبانو کنټرول او نفوذ زیاتېږي.
د رویډا په خبره، زموږ (امریکا) د روزنې له هڅو سربېره افغان حکومت او امنیتي ځواکونه یې د طالبانو په مخه نیولو کې اغېزمن نه دي ثابت شوي.
رویډا چې اته ویشت کاله د سي ای ای (د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې) مامور پاتې شوی، په دې نظر دی چې امریکا اړ ده چې یوه بل غوراوي ته پام وکړي.
لیکوال وایي، د پرېنس په طرحه کې د امریکایي پوځیانو پر ځای شپږ زره قراردادیان شامل دي چې افغان ځواکونه وروزي او همکاري ور سره وکړي. دغه راز، نوي الوتکې په کې شاملې دي.
لیکوال چې په نوې ډیلي او عراق کې، د عراق د عملیاتو مشر پاتې شوی، د افغان جګړې د خصوصي کولو په مخ کې یې ځینو خنډونو/ستونزو ته اشاره کړې.
د لیکوال له نظره، ستونزه دا ده چې افغان حکومت ور سره مخالف دی، ځکه نو د رویډا په وینا، د پلي کولو له پاره یې سیاسي او اقتصادي فشار په کار دی.
رویډا وایي، له افغان ځواکونو سره په همکارۍ او اوسېدو ښایي قراردادیانو باندې ډېر بریدونه وشي چې دا به یوه بله ستونزه وي. دی زیاتوي، افغان ځواکونه به قراردادیانو ته په پیسو د ګومارل شویو عسکرو په سترګه وګوري چې دوی (قراردادیان) د دوی (افغان ولس) له پاره نه، بلکې د (خپلو) پیسو له پاره جګړه کوي.
لیکوال وایي، موږ اوس د یوه نامنلي او فاسد دولت په ملاتړ کولو کې نښتي یو چې د پرېنس په وینا، لږ مشروعیت او د لږو افغانانو ملاتړ لري



اعلان