امریکایي پروفیسور: د کوپرې یا ناریل تیل زهر دي

روغتیا

امریکایي پروفیسور: د کوپرې یا ناریل تیل زهر دي

592

د امریکا په هارورډ پوهنتون کې د عامه روغتیا پروفیسور کیرن مچل په خپله یوه څېړنه کې د کوپرې د تیلو په اړه نوي معلومات تر لاسه کړي.
پر یوټیوب یو ویډیويي درس چې (د کوپرې او د نورو خوړو په اړه غلط فکر) تر سرلیک لاندې خپر شوې کیرن خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کوپرې تیل ګټور نه بلکې د انسان روغتیا ته زیان رسوونکي زهر دي.
کیرن مچل جرمني کې د فریبرګ پوهنتون کې د وبايي ناروغیو د ادارې مشر دی، نوموړي د کوپرې د تیلو په اړه یوه څېړنه کړې چې د ډېرو خلکو له خوا له نیوکو سره مخ شوې ده، مچل د څېړنې د پخلي له پاره ډېر شواهد هم وړاندې کړي او روښانه کړې یې ده چې د کوپرې په تیلو کې د Saturated Fats)) کچه ډېره ده چې د روغتیا له پاره زهر دي.
دې ډول (Saturated Fats) کې (LDL) شتون لري چې روغتیا پوهانو په بد کلسټرولو (bad cholesterol) نومولي دي، دا د وینې د رګونو په منځ کې تنګ والی راولي او د وینې د بندیدو له امله د زړه د ناروغۍ لامل کیږي.
د ټف پوهنتون د ساینس او خوړلو پوهنځي پروفیسور ایلس لیکټينسن د مچل پر څېړنه نیوکه کړې او ویلي یې دي، دا ډول کوم ساینسي ثبوت نشته چې له امله یې د کوپرې تیل زهر وګڼل شي، خو د کوپرې تیل د زړه د ناروغانو له پاره زیان رسوونکي دي باید په اندازه وکارول شي.
امریکا د زړه ناروغۍ تنظیم هم د کوپرې تیل خوړو کې د کارولو په موخه د زړه د ناروغانو له پاره زیان رسوونکي بللي، ځکه د کوپرې په تیلو کې غوړ په ډيره کچه شتون لري، روغتیا پوهانو ورځ کې له ۶ سلنه ډېر (Saturated Fats) له خوړلو څخه خلک منع کوي، همدارنګه د کوپرې په تیلو کې د (Saturated Fats) کچه له ۸۰ سلنې ډېره ده.



اعلان