په ولاړه د اوبو څښلو زیانونه

روغتیا

په ولاړه د اوبو څښلو زیانونه

343

اوبه څښل زموږ د ژوند له پاره بنسټي څیز دی، خو په سمه طریقه او حالت کې اوبه څښل بیا د روغتیا له پاره بنسټي دي.
د غذایي چارو کارپوهه سندیا ګوګناني وایي، د اوبو څښلو پر مهال ستاسو حالت مهم رول لوبوي. کله چې موږ په چټکۍ سره په ولاړه اوبه څښو، نو عصب مو په فشار حالت کې وي چې دا د مایعاتو بېلانس خرابوي او بدن کې زهرجنوالی او ناهضمي زیاتوي.
ټایمز اف انډیا د سندیا له خولې لیکلي، په ولاړه اوبه څښل د ګردو د اوبو فلټر کول اغېزمنوي.
سندیا سپارښتنه کوي، هر شخص باید کېني او سوکه-سوکه اوبه وڅښي، څو په بدن کې د اسیدونو کچه راټیټه شي. د دغو اسیدونو کچه بدن کې د مصرف شویو کیمیاوي خوراکي توکو له امله لوړه وي.
راپور زیاتوي، په ولاړه اوبه څښل هېڅ ګټه نه لري. په ولاړه څښونکې اوبه په فشار سره، د مرۍ له لارې، د معدې لاندې برخې ته کښته کېږي او شاوخوا برخو ته زیان رسوي. په اوږد مهال کې ټول هاضمې سیسټم او نږدې اورګانونو ته زیان رسوي.
راپور کاږي، د اوبو سوړ/ګرم وضعیت هم رول لري او همدا لامل دی چې په ولاړه د یخو اوبو د نه څښلو توصیه شوې، ځکه چې په معده بد اغېز کوي.
سندیا وایي، په ولاړه د اوبو څښل مو ان تنده نه ماتوي.
اسلام کې په ناسته د اوبو څښلو توصیه شوې او نبوي سنت دی.



اعلان