اتمر ته نږدې سرچینه: اتمر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني پر ضد ودرېږي

افغانستان

اتمر ته نږدې سرچینه: اتمر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني پر ضد ودرېږي

1057

پرون د ملي امنیت شورا سلاکار، حنیف اتمر، خپله استعفی ولسمشر اشرف غني ته وړاندې کړه او هغه هم ومنله.
د اتمر له لوري په خپور شوي استعفی لیک کې راغلي چې د حکومت له رهبرۍ سره مې د سولې، سیاستونو او پالیسو پر سر د سختو اختلافاتو له امله استعفی ورکړې.
د ولسمشر یوه ویاند، هارون چخانسوري، چې د اتمر پر ځای یې د حمد الله محب ګومارل تایید کړل، د اتمر د استعفی د لامل په اړه یې څه و نه ویل.
خو اتمر ته نږدې یوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې اتمر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني پر ضد په ودرېدو فکر کوي.
"هغه استعفی وکړه ځکه چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي".
نهه پنځوس کلن اتمر په حکومت کې دویم اغېزمن کس ګڼل کېده.
اتمر له دې وړاندې د حامد کرزي په حکومت کې د کلیو پراختیا، پوهنې او د کورنیو چارو د وزیر په توګه دندې تر سره کړي دي.
اتمر چې د ۱۹۸۰ کلونو په وروستیو کې یې د هغه مهال له شوروي ملاتړه برخمن افغان حکومت سره کار پېل کړ، اوس هم فکر کېږي چې روسیې ته نږدې دی.



اعلان