سرچینې: امنیتي چارواکو د پالیسیو پر سر د اختلاف له امله استعفی ورکړې

افغانستان

سرچینې: امنیتي چارواکو د پالیسیو پر سر د اختلاف له امله استعفی ورکړې

400

پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار، حنیف اتمر، ولسمشر اشرف غني ته خپله استعفی وړاندې کړه چې ولسمشر ومنله.
د اتمر له لوري په یوه خپاره شوي بیان کې د استعفی لامل د سولې، ثبات، اجماع او سیاستونو پر سر اختلاف ښودل شوی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د اتمر ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
د اتمر پر ځای امریکا کې افغان سفیر، حمدالله محب، ګومارل شوی دی.
د ولسمشر غني د دفتر یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، موږ د دوه وزیرانو او دوه لوړ پوړو امنیتي چارواکو استعفاوې ترلاسه کړي دي.
وزیران د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو دي او دوه لوړ پوړي چارواکي یو د ملي امنیت شورا سلاکار او بل د ملي امنیت مشر دی.
د کورنیو چارو وزارت دوه لوړ پوړو چارواکو ویلي، امنیتي مشرانو د استعفی لامل له حکومت سره د پالیسیو پر سر اختلاف ښودلی دی.
وروستیو کې د هېواد بېلابېلو برخو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې وې.
کابل، جلال اباد، فاریاب او فراه کې بریدونو او جګړو او بیا په ځانګړي ډول د غزني پنځه ورځینۍ جګړې د خلکو غوسه راپارولې وه.



اعلان