د شرابو څښلو له امله هر کال نږدې درې میلیونه خلک وژل کېږي

روغتیا

د شرابو څښلو له امله هر کال نږدې درې میلیونه خلک وژل کېږي

480

یوې نوې څېړنه کې مالومه شوې چې د شرابو څښلو له امله نړۍ کې هر کال ۲.۸ میلیونه خلک وژل کېږي.
د واشنګټن پوهنتون څېړونکو ویلي، د شرابو پورې تړلو ناروغیو څخه د ځان ژغورنې یوازینۍ لار د شرابو پرېښودل دي.
نړۍ کې له دریو څخه یو تن شراب څښي چې د ټول نفوس ۲.۴ میلیارده کېږي.
په ۲۰۱۶ ز کال کې شراب د انسانانو د وژنې اووم لامل اعلان شوی و.
د شرابو څښلو له امله د سرطان، زړه او نورې وژونکې ناروغۍ رامنځته کېږي. دغه راز د موټرو ټکرونه هم ترې رامنځته کېږي.
د شرابو ډېر څښونکي په ډنمارک کې او لږ یې پاکستان کې دي.



اعلان