وینې د فشار ناروغان باید له وریتې غوښې ځان وساتي

روغتیا

وینې د فشار ناروغان باید له وریتې غوښې ځان وساتي

303

غوښه هر وخت په سمه توګه او په مناسبه کچه باید وخوړل شي، ځکه د غوښې له امله د هاضمې خرابي، د وینې لوړ فشار، د زړه او داسې نورې ناروغۍ پیدا کیږي، د یوې څېړنې له مخې غوښه که په اور وریته شي د وینې د فشار د ناروغۍ ګواښ ډېروي.
څېړونکو ویلي، که غوښه په تېز اور پخه شي روغتیا ته زیان رسوونکي کیمیکل پیدا کوي، چې په خیټه کې د سوځښت او د انسولین له امله د وینې د لوړ فشار د ناروغۍ لامل کیږي، هر دوه ورځې وروسته دا ډول غوښه خوړل د وینې فشار لوړوي، خو که په اونۍ کې یو یا دوه ځله دا ډول غوښه په مناسبه کچه وخوړل شي منفي اغیز نه کوي.
له بل پلوه ډاکټرانو خلکو ته د مشورې په توګه ویلي، چې له اړتیا ډېره غوښه باید ونه خوړل شي، ځکه چې د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي، همدارنګه غوښه له اونۍ ډېر وخت په یخچال کې ساتل هم روغتیا ته زیان رسوونکې ګرځي.



اعلان