ځينې خلک ولې د غوماشو له خوا ډېر چیچل کیږي؟

پام وړ

ځينې خلک ولې د غوماشو له خوا ډېر چیچل کیږي؟

1796

ډېرو خلکو به لیدلې وي چې غوماشي ډېری خلک نه چیچي او ورڅخه لرې وي، د بل پلوه ځينې نور خلک د غوماشو او نورو حشراتو له چیچلو سر ټکوي، د داسې پېښو په اړه څېړونکو پلټنه کړې او پایله یې موندلې ده.
امریکا د فلوریډا په پوهنتون کې پروفیسور جوناتن ډي کی د دې څېړنې په اړه ویلي، دوه لاملونه دي چې ځینې خلک غوماشو ته ډير خوندور وي، له دې امله یې چیچي.
څېړنه کې ویل شوي، د غوماشو له پاره لومړی لامل د غرمې له درې بجو په وخت کې د غوماشو د سترګو نظر تېزیږي، چې له امله یې نږدې شیان ورته ډېر په روښانه ډول په نظر ورځي، که یو چا خړ ابي، سور یا تور رنګ لرونکې جامې پر تن کړي وي د غوماشو ډېر موخه ګرځي، همدارنګه بهر ګرځيدونکي کسان هم ځينې وخت د غوماشو موخه ګرځي.
څېړونکو د غوماشو د چیچلو دویم لامل دا ښودلی چې د ځينو کسانو په پوستکي کې ځانګړي کیمیکل لکه د لیسټک ایسډ کچه ډېره وي چې غوماشي د ځان خواته رابولي، لیسټک ایسډ د خولې له لارې له بدن څخه وځي، همدارنګه دا تنفس کولو په وخت کې هم وځي چې غوماشي ځان خواته را جلب کوي او دا ډول خلک د غوماشو ډير ښکار وي.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د A او B ګروپ وینې لرونکو په پرتله د O ګروپ وینې لرونکي غوماشو ته ډير خوندور وي.
له دې څېړنې وړاندې هم د فلوریډا په پوهنتون کې یوې څېړنې ویلي و چې د بدني لويوالي له امله ځينې کسان ډېر کابن ډای اکسایډ خارجوي چې د کوچنیانو په پرتله د غوماشو ډير ښکار وي.
له غوماشو د ځان ساتنې په موخه باید نرۍ چې ډير تېز رنګ ونه لري وکارول شي.



اعلان