امریکا او افغانستان د روسیې سولې غونډه کې ګډون نه کوي

افغانستان

امریکا او افغانستان د روسیې سولې غونډه کې ګډون نه کوي

646

د سپتمبر میاشتې په څلورمه د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه کېږي. دغه غونډه کې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه هم ګډون کوي.
د رپوټونو له مخې، روسیې له امریکا، افغان حکومت او طالبانو هم دغه غونډه کې د ګډون کولو غوښتنه کړې وه چې امریکا او افغان حکومت یې غوښتنه رد کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دغه غونډه سولې راوستو سره مرسته نه شي کولای.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي اسوسییټېډ پرېس ته ویلي، حکومت به د مسکو ناسته کې ګډون و نه کړي، ځکه د ده په وینا، د سولې پروسې مشري باید افغانان وکړي. د نوموړي په خبره، د افغان حکومت له همکارۍ پرته به د سولې پروسه بریالۍ نه وي.
بل خوا، طالبان دغه غونډه کې ګډون کوي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ای پي سره خبرو کې ویلي، دغه غونډه کې د کابل او واشنګټن نه ګډون موږ ته ارزښت نه لري او موږ به ګډون وکړو.
امریکا او افغان حکومت داسې مهال د سولې دغې غونډه ګډون نه کوي چې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او د طالبانو بریدونو کې ګڼو حکومتي ځواکونو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
طالبان له افغان حکومت سره د سولې نېغې خبرې نه کوي او تاکید کوي چې لومړی به له امریکا سره د دوی د پوځي شتون په اړه خبرې وکړي.



اعلان