اختر کې د روغتیا ساتلو له پاره اړینې لارښوونې

روغتیا

اختر کې د روغتیا ساتلو له پاره اړینې لارښوونې

602

د لوی اختر په درې ورځو کې د نړۍ ډير وس لرونکي مسلمانان د ابراهیمي سنتو د عملي کولو په موخه څاروي قرباني کوي، د قربانۍ غوښې اړینو کسانو، خپلوانو او پر نورو ډېرو خلکو ویشل کیږي او په خپله یې هم له ډول ډول پخلي خوند اخلي، د غوښې له خوړلو سربېره باید روغتیا ساتنې ته هم پاملرنه وشي، ځکه که روغتیا نه وي خواړه هېڅ ارزښت نه لري.
روغتیا پوهانو ویلي، غوښه کې د انسان روغتیا ساتلو له پاره اړین پروټين شتون لري، له دې امله باید غوښه په مناسب ډول وخوړل شي.
- د غوښې پرې کول: غوښې پرې کولو له پاره باید خپل لاسونه د کانګو په څېر له جراثیمو څخه وساتو، ځکه دا جراثیم د پخلي له امله له منځه ځي.
- د غوښې له ډير خوراک ځان ساتل: د غوښې له ډېر خوړلو باید ځان وساتل شي ځکه چې د معدې د تېزابیت ستونزه ډېروي چې وروسته د شکر، وینې د فشار، سږو، زړه او د نورو ناروغیو لامل ګرځي.
- قدم وهل: د غوښې له خوړلو وروسته پیدل ګرځيدل ډېر اړین دي، ځکه چې معده په سمه توګه کار تر سره او بدن له منفي ستونزو وژغوري.
- د خوړلو وخت: د اختر په شپو ورځو کې ډېری خلک د غوښې د خوړلو وخت نه ټاکې، خو دا په روغتیا ناوړه اغیز کوي.
- غوښه په سمه توګه پخول: غوښه باید په سمه توګه پخه کړل شي، ناسم پخلی یې ستونزې پیدا کوي، خو د غوښې د وریتولو په وخت کې باید غوښه له سوځېدو هم وساتل شي، ځکه کیمیکل یې د روغتیا له پاره ګواښ جوړیږي.
- د خوراک کولو تر منځ دمه کول: له یو وخت خوراک نه تر بل وخت پورې باید لږ تر لږه ۶ ساعته دمه وکړل شي تر څو د هضم نظام په سمه توګه کار وکړي.
- د غوښې له خوړلو سره باید سبزي هم وخوړل شي: د اختر په ورځو کې هر څوک کوښښ کوي چې ډېره غوښه وخوري، خو د غوښې سره باید تازه سبزي یا سلاد وخوري، ځکه د قبض ستونزه له منځه وړي.



اعلان