پر کونړ د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله دوه ماشومان وژل شوي

افغانستان

پر کونړ د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله دوه ماشومان وژل شوي

536

د کونړ ولایت چارواکي وایي، بېګا د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ سیمه باندې پاکستاني پوځیانو درې توغندي توغولي چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي.
د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید الله دهقان پژواک خبري اژانس ته ویلي چې یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
دهقان د زیانمن شوي کور څښتن محمد نبي ښودلی دی.
پاکستان تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
وړاندې هم پاکستاني پوځ د کونړ او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغولي چې له امله یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او لسګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.



اعلان