متحده عربي اماراتو کې سیالي؛ ونډه اخیستونکي له خوب پرته بل څه ته اړتیا نه لري

پام وړ

متحده عربي اماراتو کې سیالي؛ ونډه اخیستونکي له خوب پرته بل څه ته اړتیا نه لري

516

په متحده عربي اماراتو کې داسې سیالي پیل کیږي چې ونډه اخیستونکي له خوب پرته بل څه ته په کې اړتیا نه ویني، ډېر خوب کوونکی بریالی بلل کیږي، هر څوک کولی شي چې په سیالۍ کې ونډه واخلي چې دا به په نړۍ کې د خوب تر ټولو غوره سیالي وي.
د سي ان ان د راپور له مخې د دوبۍ په متحده عربي اماراتو کې د سپتمبر په ۱۶ نېټه د خوب سیالۍ پیل کیږي، د خوب دا سیالي چې د انډیکس له خوا په کار اچول شوې او ډي روتچي شرکت په همکارۍ د خوب کوونکو له پاره بسترې برابرې شوي دي، تمه کیږي چې د اوږدې مودې له پاره خوب کوونکی به د سیالۍ ګټونکی وبلل شي، سیالي به زرګونه نندارچیان ولري.
د لومړي ځل له پاره دا ډول نړیوالې سیالۍ د امریکا متحده ایالاتو په مشیګن پوهنتون کې ترسره شوې وې.
په متحده عربي اماراتو کې ۹۰ سلنه کسان په پوره ډول خوب نه لري له دې امله دا ډول سیالۍ په کار اچول شوي دي.
خوب د روغتیا ادارې تایید کړې چې په دې سیالۍ کې د ونډې اخیستو موخه دا ده چې خلک د شپې له خوا پوره خوب وکړي چې مناسبې بسترې ورته تیارې شوي دي.
د سیالۍ ګټوونکي ته به د ډي روتچي شرکت له خوا نوې او پوره بستره ورکول کیږي.



اعلان