افغان مجاهد ولس ته د نيکمرغه لوې اختر په رارسيد د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز د مبارکۍ پيغام

افغانستان

افغان مجاهد ولس ته د نيکمرغه لوې اختر په رارسيد د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز د مبارکۍ پيغام

300

د نيکمرغه لوى اختر په رارسيدو افغان مجاهد ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانوته د زړه له کومي ‏مبارکي وايو، ټولې نړۍ ته دافغان په ازادۍ سر ورکوونکي ولس په اړه څرګنده ده چې په ‏هرډول قربانيو ېې د خپل ګران هېواد څخه د يرغلګرو په مقابل کې دفاع کړې اوکوي ېې.‏
افغان مجاهد او په خپلو مقدساتو سر ورکوونکي ولس له تيرو څلورو لسيزو راهيسې د پرد يو د ‏يرغلونو په مقابل کې خپل پولادي غزم په خپله قربانۍ څرګند کړ او د نړۍ د استعمارګرو هرډول ‏د سيسې او شوم پلانونه ېې د خپلو وينو او سرونو په نزرانه کولو له خاورو سره خاورې کړل.‏
ګرانو هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو!‏
د افغان ولس د سپيڅلې مبارزې او په سپيڅلې لار کې شهادتونو په ورکولو د لوی څښتن الله ‏تعالی له درباره هیله کوو چې زموږ ځپل شوي هېواد ته تلپاتې سوله، خوښي، سوکالي او ‏بشپړ ازادي راپه برخه کړي او هم پرموږ د راتپل شوو جګړو څخه په خلاصون د نړۍ د ‏پرمختللو هېوادونو سره سيال کړې.‏
په داخل دهېواد اوبهرکې ټولو مېشتو افغانانوته د زړه له تله يوځل بيا وايو چې لوى او نيکمرغه ‏اختر مو مبارک شه! په ‘ګران هېواد کې د بشپړې ازادۍ، سولې او امن په هيله ‏
‏ دساپي پښتوڅيړنو او پراختيا مرکز بنسټوال ‏
‏ الحاج امام الدين ساپې جرمني



اعلان