کېله ډېره ګټوره مېوه ده

روغتیا

کېله ډېره ګټوره مېوه ده

452

کېله داسې مېوه ده چې ټول کال په اسانۍ سره موندل کیږي، په کېله کې میګنیزم او پوتاشیم په پراخه کچه شتون لری او ډېره ګټوره ده، د کوچنیانو د ودې کولو له پاره هم اړینه ده.
ټولو ته معلومه ده چې کېله له پوستکي د ویستلو وروسته خوړل کیږي، له خوراک پرته یې نورې ډول ډول ګټې دي چې په اړه یې څوک فکر هم نه شي کولی.
د کېلې ځانګړې ګټې:
- غاښونه سپینوي: د کېلې په پوستکي کې سیټرک ایسډ شتون لري چې له غاښونو داغونه په چټکۍ سره له منځه وړی.
- لومړنۍ مرسته: د کېلې پوستکي کې د وینې د راکش کولو وړتیا شته، د کوم شي چیچل، خارښت او یا لمر له وړانګو د ځان ساتنې له پاره د کېلې پوستکی کارول ډېر اړین دي.
- وچ شوي ویښتان بیا تازه کوي: وچ او خراب شوي ویښتان د کېلې پر مټ بیا تازه کړئ، ویښتان له یوې څخه د درې کیلو په واسطه مالش کړئ او ۱۵ دقیقې وروسته یې په شامپو سره ووینځئ.
- سینه کې سوځښت له منځه وړي: په کېله کې میګنیزم اکسایډ بیس ګرین او کلشیم کاربونیټ بیس ګرین شتون لري، د معدې د تېزابو کچه سموي، خو که په ورځني ډول یې وخوړل شي د سینې درد او سوځښت له منځه وړي، په سباناري کې یوه کېله خوړل ټوله ورځ خیټه سمه ساتي.
- له پوستکي د لرګي د ریښو ویستل: د بدن په کومه برخه کې د لرګي کومه ټوټه نښتې وي د کېلې پوستکی پرې ومښئ.
- د مخ ښکلا له پاره: د ښکلا زیاتولو له پاره یوه درمیانه کېله وړه کړئ او کریمو په څېر یې پر مخ ولګوئ، له لس څخه تر شلو دقیقو دا کار وکړئ، ګټه به یې ووینئ.
- د غوښې نرمول: په ډېرو سیمو کې غوښه د کېلې په پاڼو کې پوښل کیږي تر څو نرمه او خوندوره شي، د کیلو له پاڼو پرته کولې شو چې د کېلې استعمال یې هم په پخلي کې وکړو چې له امله یې خواړه خوندور او غوښه نرمه شي، د کېلې سره سخته غوښه په یوه لوښې کې ګرمه کړئ، ستونزه به حل شي.
- لوښې یا څپلۍ پاکول: د کېلې په پوستکي د سلورو یا د سپینو زرو لوښي او د څرمنې څپلۍ او دا ډول شیان پاکولی شئ.
- کورنۍ ونې ښکلې کول: د کورنیو ونو د پاڼو پاکولو له پاره د کېلې پوستکی ډير اړین او ښکلا ورکوونکی دی.
- ونې له حشراتو ساتي: که مو ونې د حشراتو ښکار شوې وي، دوه انچه د کېلې پوستکی د ونې د ریښې پورې تاوو کړئ ونه به له حشراتو محفوظه شي.
- د کېلې له ونې نورو ونو ته وده ورکول: د کېلې پوستکی په ډېره کچه پوتاشیم لري چې د بدن او ونو له پاره اړین دي، د پسرلي په موسم کې د کېلې پوستکی میده او له نورو تخمونو سره ګډ کړئ، ډېر اغېزمن دی.
- مرغان د خپل کور په لور راوستل: د کېلې د پوستکي د خپل کور په لوړ ځای کې وغورځوئ ډول ډول الوتونکي شیان به مو د کور ښکلا وګرځي.
- د خارښت له منځه وړل: د غوماشي یا بل کوم شي د چیچلو له امله د خارښت پر ځای د کېلې پوستکي کیږدئ چې په اسانۍ سره به مو ستونزه حل شي.



اعلان