ګارډین: افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسولو وخت دی

نظر او تحليل

ګارډین: افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسولو وخت دی

962

ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی.
د مطلب لیکوال لیکلي، داسې مهال چې افغانستان کې د امریکا جګړه روانه ده، امریکایي سرچینې او سټراټېژیک تمرکز په کمېدو دی.
لیکوال د چین راپورته کېدو او د اقلیم د بدلون په څېر ننګونو ته په کتو لیکي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د امریکا افغانستان جګړې ته د پای ته رسولو له پاره یوه لاره ولټول شي.
لیکوال زیاتوي، که دغه هېواد کې هر څومره بهرني پوځیان ځای پر ځای شي، نو د جګړې په ډګر کې بری نه شته.
ورځپاڼې د افغانستان ګاونډی پاکستان له امریکا سره په دوه مخي سیاست کولو تورن کړی چې په وینا یې پاکستان به خپل دغه سیاست بدل نه کړي.



اعلان