ناسا د لمر په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه فضا ته هوایي بېړۍ استولې

پام وړ

ناسا د لمر په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه فضا ته هوایي بېړۍ استولې

477

امریکا د فضا څېړنیزې ادارې ناسا د لمر په اړه د معلوماتو د راټولولو په موخه لومړی اسپیس کرافټ فضا ته استولې.
فضا د څېړنې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ناسا یوه هوایي بېړۍ د مرکزي کیمپ سایټ کیناورل له هوایي ډګر څخه د فضا په لور استوي چې د لمر پورې تړلي معلومات راټول کړي، د ساینسپوهانو ډله د هر وخت معلومات په ژوندۍ بڼه ویني او پر فیسبوک یې هم په ژوندۍ بڼه د خلکو سره شریکوي.
لمر له ځمکې په ۱۵۰ میلیونه کیلو متره واټن کې موقعیت لري، خو د ناسا له خوا استول شوې هوایي بېړۍ پارکر سولر به د لمر په اړه له ۴ میلیونه میلو په لرې والي سره معلومات راټولوي او دا لمر ته تر ټولو نږدې تلونکې بېړۍ ده.
د پلټنې بېړۍ فضا ته له کرونا سیمې ورځي چې اوه کاله وخت به ونیسي، کرونا یو ډول ګاز دی چې له هر ستوري چارچاپېره تر لکونو کیلو مترو پورې خپور وي، هوایي بېړۍ یې د پیاوړي توغندي په واسطه استولې چې له امله به یې د ډیرې ګرمۍ سره مخ شي او له ګرمۍ د ساتنې له پاره په کې ځانګړي شیان لګول شوي دي.
دا بېړۍ له الوتنې وروسته چې د ځمکې له پولو ووځي د نږدې ستوري زهره په لور به وړاندې تګ پیل کړي، دا به د زهره ستوري سره په نیم دایره شکل تېریږي او په حرکت کې به یې ډير کموالی راشي خو د سولر په کنترول کې ساتل یې اړین دي تر څو د بېړۍ دننه کې د ګرمي کچه سمه وساتي.
په بېړۍ کې د څېړنې له پاره لګول شوي الې په سمه توګه د کار کولو له پاره د حرارت درجه سمه ساتل اړین ښودل شوي دي، د بېړۍ ساتونکي پوښونه بېړۍ د لمر له ګرمۍ ساتي.
دا بېړۍ د مشهور فضا، فلک او ستور پوه یوګیني پارکر په نوم نومول شوې، چې د نوموړي کړو خدمتونو باندې فخر کول دي.



اعلان