طالبان وایي، سبا سلګونه بندیان خوشې کوو

افغانستان

طالبان وایي، سبا سلګونه بندیان خوشې کوو

733


طالبان وایي، سبا (دوشنبه) به سلګونه بندیان ازاد کړو.
د طالبانو د بندیانو د چارو د کمېسیون له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مشر یې، هبت الله اخندزاده، ورته دنده سپارلې، څو هغه بندیان چې پر شرایطو برابر وي، مشخص او ازاد کړي.
اعلامیه کې بندیان د دښمن اسیران بلل شوي.
اعلامیه کې راغلي چې کمېسیون سلګونه بندیان د پرېښودو له پاره مشخص کړي او د پرېښودو پروسه یې روانه ده.
اعلامیه زیاتوي چې دغه بندیان به سبا (دوشنبه) خپلو کورنیو ته وسپارل شي، څو د اختر خوښیو کې له خپلو دوستانو او کورنیو سره شریک شي.
طالبانو ویلي چې له پرېښودو وروسته به د بندیانو بشپړ مالومات نشر کړي.
دغه اعلامیه چې څو شېبې وړاندې د طالب ویاند ،ذبیح الله مجاهد، پر رسمي ټوېتر حساب خپره شوې، د لوی اختر د اور بند په تړاو په کې څه نه دي ویل شوي.
افغان حکومت نن له طالبانو سره درې میاشتینۍ اور بند اعلان کړ چې له سبا (دوشنبې) پېلېږي او د عقرب میاشتې تر وروستۍ یا د میلاد النبي تر ورځې دوام کوي، خو دغه اور بند د طالبانو د اور بند پورې مشروط ګرځول شوی دی.
طالبانو د دغه خبر تر بشپړېدو پورې اور بند نه دی اعلان کړی، خو ډېره تمه شته چې اور بند به وکړي. وړاندې طالب سرچینو ویلي وو چې څلور ورځینی اور بند به وشي.



اعلان