امریکا کې د پادریانو له خوا د جنسي تېریو له امله واتیکان شرم او خواشیني وښوده

راپورونه

امریکا کې د پادریانو له خوا د جنسي تېریو له امله واتیکان شرم او خواشیني وښوده

498

د امریکا په پنسلوانیا ایالات کې د کاتولیک پادریانو له خوا په اوه لسیزو کې په زرګونو کوچنیانو د جنسي تېریو له جرمونو پرده پورته شوې، واتیکان یې پر وړاندې شرم او خوشینۍ ښودلې او د هغوي د محکمې غوښتنه یې وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې د کاتولیک پادریانو د جنسي تېریو له یو اوږد راپور له امله واتیکان چپ پاتې نه شو او د امریکا د متحده ایالاتو د کلیسا کړنې یې وغندلې، د واتیکان ویاند ویلي، باید راپور تر جدي څېړنې لاندې ونیول شي.
د تېرې سه شنبې په ورځ یو راپور امریکا کې د کاتولیک کلیسا د جنسي تېریو تر ټولو لویه څېړنیزه پایله ښودلې، چې له مخې یې ۳۰۱ پادریانو د ۷۰ کلونو په موده کې جنسي تېري کړي، په راپور کې هغه نمونې هم شاملې دي چې د ماشومانو سره به د جنسي تېري په وخت کې د پادریانو له خوا کیدلې.
باروک د کاتولیک پادریانو پر وړاندې د جنسي تېریو راپور کې ښودل شوې کړنې ناوړه بد اخلاقه او جنایي وبللې، ځکه دا یو امانت دی چې پادریانو ته سپارل شوی، باید قدر یې وکړل شي تر څو خپله عقیده سمه وساتي.
نوموړي زیاته کړه، کلیسا باید د تېرو وختونو له سختۍ زده کړه وکړي، سرغړونکو ته باید سزا ورکړل شي او نورو ناوړه پېښو ته باید اجازه ورنه کړل شي.



اعلان