میړه او ښځې تر منځ شخړې د ډیرو ناروغیو لامل کیږي

روغتیا

میړه او ښځې تر منځ شخړې د ډیرو ناروغیو لامل کیږي

177

که غواړئ چې په ژوند کې له ناروغیو لرې پاتې شئ د خپلې کور ودانې سره له شخړو ځان وساتئ.
له واده وروسته کله کله د میړه او ښځې تر منځ شخړې راځي، که شخړې ډیرې شي د نارغیو ګواښونه ډیروي.
د امریکا په اوهایو سټيټ پوهنتون کې یوه روغتیایي څېړنه ترسره شوې چې د Psychoneuroendocrinology روغتیايي ژورنال مجله کې خپره شوې، ویلي، په کومه کورنۍ کې چې د میړه او ښځې تر منځ شخړې ډیرې وي هغوي د معدې په ناروغۍ اخته کیږي، څېړنه زیاتوي، که د ښځې او میړه تر منځ شخړې ورځنی معمول وګرځي نو د وینې او نور ډول ډول ناروغیو لامل ګرځي.
له واده وروسته که اړیکه ښه نه وي نو شخړې د دواړو په نفس او بدن بد اغیز کوي، د دا ډول ښځې او میړه چې اړیکه یې ښه نه وي په دوی کې باکتریاوې ډيریږي، د معدې ګواښ ډیروي او پر وینه یې هم اغیز کوي.
له دې وړاندې په یوه روغتیایي څېړنه کې هم ښودل شوي و چې د ښځې او میړه تر منځ شخړې د وینې پورې تړلې ناروغۍ لکه ډپریشن، د زړه ناروغي او د شکر ناروغي پیدا کوي، خو دا نه ده ښودل شوې چې دا ولې پېښیږي؟
په دې نوې څېړنه کې ښودل شوې چې وینه د عمر په تېریدو سره خپریږي او په منځني عمر کې د دا ډول ناروغیو ګواښ ډیروي.



اعلان