لکونه حاجیانو د حج مراسم پېل کړل

اسلام

لکونه حاجیانو د حج مراسم پېل کړل

402

شاوخوا دوه میلیونه کسان په سږني حج کې برخه اخلي. سعودي حکومت د حج د ښه تر سره کولو له پاره لازم تدابیر نیولي دي.
حاجیان منی ته رسېدلي، چېرته چې به نن ورځ او شپه تېره کړي او د سهار له لمانځه وروسته به عرفات ته لاړ شي. حاجیان به سبا ماښام مهال مزدلفې ته لاړ شي او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه به یو ځای ادا کړي.
بله ورځ (د اختر د لومړۍ ورځې پر سهار) به لوی شیطان په کاڼو وولي. قربانۍ به وکړي او احرامونه به پرانیزي. له دې وروسته به نور شمېر مراسم تر سره کړي.
حج د اسلام له مهمو رکنونو څخه دی.
ویل کېږي، سعودي حکومت حاجیانو ته اسانتیا برابرولو کې ډېر کوښښ کوي او زرګونه پولیس یې په دنده ګومارلي دي.



اعلان