د طالب مشر اختریز پېغام کې د سولې، امریکایانو او نورو هېوادونو د جګړې په اړه څه دي؟

راپورونه

د طالب مشر اختریز پېغام کې د سولې، امریکایانو او نورو هېوادونو د جګړې په اړه څه دي؟

702

د افغان طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پېغام کې افغان ولس ته د لوی اختر مبارکي ویلې ده.
نوموړي د طالبانو مقاومت د بریالیتوب درشل ته نږدې او د امریکا سټراټېژي یې ناکامه بللې ده.
اعلامیه کې ویل شوي چې "سوله او امن راوستل د اسلامي امارت له سترو اهدافو څخه دي، خو تر اشغال لاندې سوله راتلای نه شي". اعلامیه کې ویل شوي چې د هېواد د ازادۍ له پاره قربانۍ ورکړل شوي او د سترو هدفونو له پاره چا سره معامله شونې نه ده او نه دې څوک د معاملې تمه ولري.
د طالب مشر په وینا، د امریکا د تاریخ اوږدې جګړې، د افغانستان په ګډون سیمه، نړۍ او ان امریکایان له بې ثباتۍ، ګډوډۍ او ناامنۍ سره مخ کړل.
اعلامیه کې اوسنی افغان حکومت فاسد بلل شوی چې د طالب مشر په وینا په خپله امریکایان ترې تنګ او خپل باور یې پرې له لاسه ورکړی دی.
طالب مشر ویلي، که نن امریکایان له افغانستان څخه ووځي، نو د امریکا په ګډون به هر چا ته د ګډوډۍ د مخنیوي او د امنیت د ټینګېدو ډاډ ورکړو او هېڅ ستونزه به رامنځته نه شي.
اعلامیه کې ډېر ځایه افغانستان د امریکا له لوري اشغال بلل شوی دی.
اعلامیه کې بله مهمه موضوع چې خبرې پرې شوي، هغه له امریکا سره د طالبانو خبرې دي.
اعلامیه کې راغلي، روانه جګړه چې د امریکا زېږنده ده، طالبان یې د پای ته رسولو له پاره له امریکایانو سره په مخامخ خبرو ټینګار کړی او اوس یې هم کوي. اعلامیه زیاتوي چې ریښتینې او رڼې خبرې د طالبانو د پالیسۍ مهمه برخه ده، خو خبرې باید پایله درلودونکې وي، چل به په کې نه وي او په اصلي ستونزو به راڅرخي.
اعلامیه کې په قطر کې د امریکا او طالبانو د وروستیو خبرو یادونه نه ده شوې. امریکایانو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د قطر د ناستې تایید نه دی کړی، خو ځینو طالب سرچینو او هغوی چې ناسته کې یې ګډون درلود، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره یې خبرې کول تایید کړي او د رپوټونو پر بنسټ بله ناسته به سپتمبر میاشت کې وشي.
اعلامیه کې کابل کې وروستي راټول شوي علماء درباریان بلل شوي او مکه مکرمه او جده کې راټول شوي علماء یې په قراني ایاتونو ننګولي دي. اعلامیه کې ویل شوي چې دغو علماوو خپلې پرېکړې د مادي مجبوریت له مخې کړي.
اعلامیه کې، د دغو کنفرانسونو په ګډون، وروستي پرلتي حرکتونه د امریکایانو فشارونه بلل شوي دي.
طالب مشر قطر او متحده عربي اماراتو ته افغانستان ته د پوځ د نه استولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې پام وکړي، څو امریکا یې د "سریښو ډنډ" کې ښکېل نه کړي.
رپوټونه وایي چې قطر او امارات به نږدې وخت کې افغانستان ته پوځیان واستوي. ویل کېږي چې دغه غوښتنه امریکایانو ترې کړې ده.
طالب مشر له خپلو نظامي او ملکي چارواکو غوښتي چې کنټرول سیمو کې باید "د اسلامي حاکمیت واقعي نمونه راژوندۍ کړي" او له ظلم، زیاتي او بد اخلاقۍ ځان وساتي. دغه راز غوښتل شوي چې مسوول کسان باید د خلکو د سر، مال او حقوقو د دفاع له پاره قرباني ورکړي.
اعلامیه کې د لوی اختر د اور بند په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو تمه ده چې طالبان به څلور ورځینی اور بند اعلان کړي.
تمه کېږي چې افغان حکومت به هم سبا د اور بند په تړاو خپله پرېکړه وکړي.



اعلان