طالبان: افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو تر شتون پورې جګړه کوو

افغانستان

طالبان: افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو تر شتون پورې جګړه کوو

746

افغان طالبانو ویلي، افغانستان کې به د بهرنیو پوځیانو تر شتون پورې جګړې ته دوام ورکړو.
د دوی له لوري د لوی اختر په مناسبت یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا سره خبرو اترو ته ادامه ورکوو.
موده وړاندې قطر کې امریکا او طالبانو خبرې وکړې. ویل کېږي چې سپتمبر میاشت کې به بیا خبرې وکړي. که څه هم امریکا په رسمي ډول د دغو خبرو تایید نه دی کړی، خو طالب سرچینو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره خبرې تایید کړي دي.
اعلامیه کې اوسنی افغان حکومت فاسد بلل شوی دی.
اعلامیه کې لوی اختر کې د اور بند په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو تمه کېږي چې طالبان به څلور ورځینی اور بند اعلان کړي.



اعلان