"امریکایي چارواکي اندېښمن دي چې ټرمپ به افغان جګړه خصوصي کړي"

افغانستان

473

این بي سي امریکایي رسنۍ لیکلي، امریکایي چارواکي اندېښنه لري چې ولسمشر به د بلک واټر د مشر د افغان جګړې د خصوصي کولو د پلان ملاتړ وکړي.
رسنۍ د پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي چې ډونلډ ټرمپ د ایرک پرېنس له طرحې سره علاقه څرګندوي.
د پرېنس طرحه تېر کال رامنځته شوه چې له مخې یې د امریکایي پوځیانو ځای به خصوصي قراردادي پوځیان نیسي. د طرحې له مخې، دوی به مخامخ د امریکا ولسمشر ته رپوټ ورکوي.
پرېنس چې د ټرمپ پیاوړی ملاتړی دی، وایي چې افغانستان کې له اوولس کاله جګړې وروسته د دې وخت دی چې امریکا باید نوي څه تجربه کړي.
پرېنس وایي، د جګړې خصوصي کول به امریکا ته میلیاردونه ډالر وسپموي.
بل خوا، د امریکا د ملي امنیت ادارې ویاند بیا ویلي چې ټرمپ اوسنۍ سټراټېژۍ ته ژمن دی او د پرېنس کومه طرحه د غور لاندې نه ده.
ټرمپ تېر کال د افغانستان او سویلي اسیا له پاره نوې سټراټېژي اعلان کړه، خو ډېر شنوونکي فکر کوي چې وروستیو ناامنیو ته په کتو دا سټراټېژي بریالۍ نه ده.



اعلان