عمران خان د پاکستان ۲۲ لومړی وزیر وټاکل شو

راپورونه

عمران خان د پاکستان ۲۲ لومړی وزیر وټاکل شو

367

پاکستان د انصاف ډلې مشر عمران خان د پاکستان ۲۲ لومړی وزیر وټاکل شو، اسلام اباد کې ننۍ پارلماني غونډه کې د لومړي وزیر د چوکۍ له پاره د رایو اچونې بهیر بشپړ او عمران خان د ۱۷۶ رایو په تر لاسه کولو سره د پارلمان د مشر له خوا د پاکستان د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو.
پاکستان د جیو نیوز رسنۍ د راپور له مخې عمران خان د ۱۷۶ رایو تر لاسه کولو سره له نورو وړاندې و، د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف د ۹۶ رایو په تر لاسه کولو سره په دویم نمبر و، له رایي اچونې وروسته د پارلمان مشر اسد قیصر د رایو شمېرنه وکړه او د عمران خان د بریالیتوب اعلان یې وکړ چې سبا به د لوړې مراسم ترسره کوي.
له رایو شمېرنې وروسته عمران خان د بریالیتوب د اعلان سره سم د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې شور او ځوږ پیل کړ، همدارنګه د عمران خان ډله هم چپ پاتې نه شوه او د عمران خان د بریالیتوب چغې یې پیل کړې.
د مسلم لیګ نواز ډلې غوښتل د رای اچونې نظام ګډوډ کړي چې له امله یې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی بلاول بټو زرداري هم له تالار څخه ووت.
د پارلمان تالار کې د عمران خان تود هر کلی وشو او ټول پارلمان ورته د درناوي په موخه ودرید.
د مسلم لیګ نواز ډلې له خوا د پارلمان پخواني مشر مرتضی جاوید عباسي پارلمان په درغلۍ تورن کړ او زیاته یې کړه، تر اوسه خو لومړي وزیر لوړه هم نه ده کړې او ټول ورته په درناوي دریږي.
عمران خان خبریالانو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: لوبه تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې، لوبه روانه ده، د لوبې یواځې یوه برخه پای ته ورسېده.



اعلان