امریکا: د چین پوځ د امریکایي هدفونو په نښه کولو له پاره تمرینات کوي

راپورونه

امریکا: د چین پوځ د امریکایي هدفونو په نښه کولو له پاره تمرینات کوي

674

د امریکا دفاع وزارت په یوه رپوټ کې وایي، د چین پوځ وروستیو کلونو کې خپل بمي عملیات پراخ کړي دي.
د پینټاګون په وینا، د چین پوځ ښایي د امریکا او ملګرو پر ضد یې د بریدونو تمرینات کوي.
رپوټ کې زیاته شوې، وروستیو دریو کلونو کې د چین د خلکو پوځ په چټکۍ سره اوبو کې عملیاتي ساحه پراخه کړې ده.
رپوټ وایي، په ۲۰۲۸ ز کال کې به د چین دفاعي بودیجه له ۲۴۰ میلیاردو ډالرو زیاته وي.
واشنګټن کې د چین سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا رپوټ داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او چین تر منځ سوداګریزه جګړه لوړو کې ده او د خبرو کولو تابیا یې هم کړې ده. تمه کېږي چې دواړه به د تعرفو مسله حل کړي.
چین سږکال په سویلي چین سمندرګي کې په جزیرو کې بم غورځوونکي ځای پر ځای کړل، څو په دغه لانجمنه سیمه کې تمرینات وکړي.



اعلان