د ځیرک مبایلونو رڼا د سترګو نظر له پاره ګواښونکې ده

روغتیا

د ځیرک مبایلونو رڼا د سترګو نظر له پاره ګواښونکې ده

346

ټول په دې پوهیږي چې له ځیرک مبایل څخه وتونکې ابي رڼا د سترګو له پاره ګواښ وي او ځينې نورې ستونزې هم پیدا کوی.
د امریکا په ټولیډو پوهنتون کې د یوې څېړنې په پایله کې ښودل شوي چې د ځیرک مبایل رڼا د بدن دننه برخې ته ننوځي او زهر لرونکي کیمیکل پیدا کوي چې د بدن حجرو ته زیان رسوي، د دې زیان ډیر اثر پر سترګو وي او مخلوط ځایونه په نښه کوي، غړي کمزوري کوی او داسې ناروغي را منځ ته کوي چې د ړندیدو لامل کیږي.
څېړونکې ډلې خلکو ته مشوره ورکړې چې په تیاره کې ځیرک مبایلو او د ابي رڼا لرونکي شیان مه کاروئ، ځکه په تیاره کې د ابي رڼا اثر سترګو ته د زر ننوتو ګواښ له نورو وختونو ډیر وي.
د عمر په تېریدو سره په ځانګړي ډول ۵۰ کلن کسان د سترګو د نظر له ګواښ سره ډیر مخ کیږي او داسې حالت ته رسیږي چې د سترګې هغه برخه چې لید تېزوي زیانمن شي، دا ډول کسانو ته شیان خړ ښکاري او د وخت په تېریدو سره یې د لید د تېزیدو برخه له منځه ځي.
په څېړنه کې د ځيرک مبایلونو څخه وتوونکې رڼا چې په لید اغیز کوي پلټنه شوې ویلي، د انسان سترګه رڼا زر منعکس کوي او ابي رنګ لرونکې رڼا په چټکۍ سره سترګې ته پریږدي چې پر نظر اغیز کوي، په داسې وخت کې کیمیایي مواد په خوځښت راځي او د اکسیجن حجرې په زهرجنو مالیکیولو بدلوي، په پایله کې سترګه د یو شي د ثبتولو توان له منځه وړي.
د ابي رڼا په پرتله نور رنګونه لکه شین، سور یا زیړ دومره ګواښونکي نه وي، خو څېړونکې ډلې پایله کې ویلي، یو مالیکیول چې د ویټامین ای څخه جوړیږي د حجرو ساتنه کوي.



اعلان