سي این این: د افغانستان جګړه، له هېرېدو تر سترګو پټولو

نظر او تحليل

سي این این: د افغانستان جګړه، له هېرېدو تر سترګو پټولو

853

سي این این امریکایي رسنۍ د افغانستان په تړاو یوه مقاله خپره کړې.
د مقالې لیکوال لیکلي چې افغانستان کې د امریکایي ولسمشر سټراټېژي ناکامېږي او طالبان بریالي کېږي.
لیکوال افغانستان کې د ناامنۍ وروستیو پېښو ته اشاره کړې. پر غزني د طالبانو برید، بغلان کې د نهه دېرش امنیتي ځواکونو وژل کېدو، فاریاب کې د اوولس امنیتي ځواکونو وژل کېدو او کابل کې د داعش وروستي برید ته یې اشاره کړې ده.
دغه راز فراه کې یې د هوایي بریدونو له امله د لسګونو کسانو وژل کېدل یاد کړي دي.
لیکوال زیاتوي، کله چې د سپینې ماڼۍ له ویاندې سارا سنډرز د غزني په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې نېغه تبصره و نه کړه او ویې ویل چې سپینه ماڼۍ د افغانستان د شخړې سوله ییز حل ته ژمنه ده.
د لیکوال په خبره، افغانستان له هېرې شوې جګړې څخه سترګو پټولو ته تللی.
مقاله کې د امریکا وروستي بدل شوي دریځ ته هم اشاره شوې. یانې له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرو کولو ته.
د لیکوال په وینا، که څه هم په رسمي ډول (امریکا) دغه خبرې نه دي تایید کړي، خو طالب سرچینو دوحه کې له امریکایي چارواکو سره لیدنه تایید کړې ده.
لیکوال کاږي، موږ نه پوهېږو چې خبرې به څه ډول شوي وي، خو نښې نښانې شته چې نورې خبرې به هم وشي.
لیکوال زیاتوي، لوی ټکی دادی چې طالبان په پیاوړي حالت کې دي، هم د جګړې او هم په سیاسي ډګر کې.



اعلان