پاکستان: له غزني څخه پاکستان ته د طالبانو مړي نه دي راوړل شوي

سيمه او نړۍ

پاکستان: له غزني څخه پاکستان ته د طالبانو مړي نه دي راوړل شوي

840

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې د افغانستان له غزني ولایت څخه پاکستان ته د طالبانو مړي لېږدول شوي دي.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل نن اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په دې اړه هېڅ ثبوت نه شته.
افغان ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو سره داسې ادعاوې کېدې چې غزني کې یو شمېر پاکستانیان د طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پخواني سناتور او د نشنل ګوند غړي افراسیاب خټک په یوه ټویټ کې ویلي وو چې پاکستان باید د دغو راپورونو په اړه ځواب ووایي.
دغه ویډیوګانې او تصویرونه په خپلواکه توګه نه دي تصدیق شوي.
د تېرې جمعې په شپه طالبانو په غزني ښار برید وکړ چې څلور ورځینۍ جګړه کې، د افغان چارواکو په وینا له سلو ډېر افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول. دوی د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا هم کړې ده.



اعلان